IQNA

د ایران ملت به خبیث صهیونیسټان د وروستي او دې ته په ورته  جنایتونو سخت پښمانه کړي

14:58 - April 02, 2024
د خبر لمبر: 3488985
ایکنا-  د اسلامی انقلاب معظم لارښود په سورئې کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د وحشي صهیونیسټي رژیم  په حملې کې د اسلامي  امت د لوړپوړو قوماندانانو  د شهادت په مناسبت د تسلیّت په پیغام کې ټينګار وکړ، د  ایران ملت شجاع او جسور ملت به  صهیونیسټان  په دغه او د ې ته په  ورته جنایتونو باندې پښمانه کړي.

ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د ویب پاڼې  له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود  او د درستو قواؤ کمانډرانچیف حضرت آیت ا...  العظمی سید علی خامنه اي په  دغه پیغام کې فرمائيلي د ي؛د اسلام سرښیندونکی او غوره قوماندان سردار پاسدار محمد رضا زاهدي او دهغه بزرګوار  همرزم  سردار محمد هادی حاج رحیمي ،د صهیونیسټي کرکیجن او غاصب رژيم په جنایت سره شهیدان شول.

حضرت آ یت ا... العظمی سید علی خامنه اي  وفرمائيل؛ پر دوي او ددغې پیښې پر نورو شهیدانو دې   دخدای  رحمت او د هغه د  اولیاؤ سلام وي  او لعنت او نفرت  وي د  اسرائیلو پر تیریګرو او ظالمو  سرغنو ؛شهیدانو له خداوند کریم څخه د خپلو اوږدمهاله مجاهدتونو د قبلیدا نښه ترلاسه کړه  او همدااوس  د  اولیاؤ ، صالحانو  په ټول کې له الهی نعمتونو برخمن   دي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار وکړ،د اسلام میړني اودلاؤر سرداران به د اسرائيلو خبیث او نسل وژونکی رژیم سزا  کړي او  دوي به په دغه او دې ته په ورته جنایتونو پښمانه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4208140

captcha